IQNA

بیل ګیټس وائي؛تراوسه پورې یو داسې زده کونکی یم چې  قرآن او انجیل زده کوم

7:25 - December 16, 2023
د خبر لمبر: 3488425
ایکنا-  مائيکروسافټ شرکت بنسټګر او د امریکا میلیارډر بیل ګیټس  پخپلو خبرو کې تراوسه پورې ځان زده کونکی ګڼي او وائي چې  قرآن او انجیل زده کوي او کتاب لولي.

ایکنانیوز  د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ، دامریکا میلیارډر او دمائيکرو سافټ بنسټګر بیل ګیټس  په ای بی ټاګز پروګرام  سره په مرکې کې  ووئيل،تراوسه پورې زده کونکی دی او په آنلاین مرحلو کې  قرآن ،انجیل اوتاریخ  زده کوم .

 هغه همداراز د خیریه چارو ، د ژواک چاپيریال د ساتنې د فعالیتونو او د په نړۍ کې د  روغتیا  دسوئې د لوړولو په تیره بای د  په بې وځله هیوادونو کې  ماشومانو ته د واکسن درسولو په اهمیّت  هم ټينګار وکړ.

د مائیکروسافټ  بنسټګر  په دوام کې د خپل ژوند د تجروبو په باب چې د هغه شخصیّت  ئې جوړ کړی دی ، طبی واکسنونه ، دآب و هوا بدلون  او  په عمر زیاتیدا سره  دم هارتونو  د یادولو او لوستلو  اهمیّت په باب  هم خبرې کړي دی .

بیل ګیټس روښانه  کړې ده ،  د خپل لوي شرکت ،مائيکروسافټ له تاسیس وروسته ،، د ماشومانو د ژغورنې لپاره پر خپلې لیوالتیا سربیره  مو له خلکو سره مرستې ته مینه پیدا کړه ، په تیره بیا  چې دآب و هوا بدلونه پر بې وځلو ډيرې زیاتې منفي اغیزې شیندي.

د پروګرام اماراتي اجرا کونکي انس بوخش  په دوام کې وئیلي دي  چې بیل ګیټس په کال کې کابو پنځوس کتابونه لولي  او ګیټس  هم په ځواک کې د  حیرانونکو کتابونو  په شتون ټينګار وکړ

 په دغه پروګرام کې امریکائي میلیارډر د خپلې مور ا و د دهغه په ژوند کې د هغې اغیزو په باب هم خبرې وکړې او وې وئيل،  زما مور ډیره خیرغواړي وه .

هغه ووئيل، زما مور او پلار په ټولنې کې د  خپل ګډون دڅرنګوالی له لارې حیرانونکی بیلګه وو  اولامل شول ،زه  هم دهغوی په شان سیاسی مسئلې درک کړم . کله یو بریالی کس شوم ، نو زما مور به راته ټينګار کاوه  و چې اوس هغه وخت دی چې خپل کردار او مسئولیّت ادا کړې.  ګیټس په ماډرن دینا کې د نوي والي او پراختیا پر اهمیّت ټينګار وکړ او  ددغو پرمختګونو په تیره بیا د آب و هوا دبدلون د جانبی نتیجو او پایلو په باب ئې داحتیاط غوښتنه وکړه. هغه د طبی واکسنونو  او دهغو هلوځلو پر اهمیّت ټينګار وکړ، چې  په درستې نړۍ کې  ټولو ماشومانو سره ترسره کیږي.

دغه په وینا دغو اقداماتو په تیره بیا  دکرونائي بحران له خوریدا وروسته ډیر اهمیّت وموند چې دنیا ئې فلج کړه او په میلیونونو کسان ئې قرباني کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4188023 

captcha